په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر افغانانو توغنديز بريد وړه خبره نه ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر جاوید لودین ویلي، پر افغان خاوره د پاکستان له لوري د توغندیو توغول کوچنۍ خبره نه ده. د تېرې چارشنبې پر ورځ وروسته تر هغه چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري توغندي وتوغول شول، پاکستان ته د ځینو افغان افسرانو د تمرین ټاکل شوی سفر لغوه شو، چې پاکستان پرې خپله نهیلي وښوده.

پاکستان وویل، چې د دا ډول کوچنیو موضوع ګانو په سر باید دواړه ګاونډي هېوادونه خپل اړیکي خراب نه کړي. خو جاوید لودین له بي بي سي سره په یوه مرکه وویل، ''پاکستان باید پوی شي، چې زموږ پر خاوره د توغندیو توغول موږ ته هېڅ د منلو نه ده، پاکستان هم باید ددې موضوع پر حساسیت پوی شي''.

له ښاغلي لودین سره زموږ د همکارې فریبا ظاهر بشپړه مرکه واورﺉ.