په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د جعلي پیسو ستونزه

د افغانستان بانک وايي پلټنو يې ښودلې چې افغانۍ د ځينو حکومتو په لارښوونه جعلي چاپېږي او چلند ته راوځي.

بانک د چا نوم نه دى اخيستى، خو وايي د زرگونو ميليونو افغانيو په ارزښت يې نوي نوټونه چاپ کړي چې تر ډېره د جعلي چاپ ستونزه حلولى شي.

د بانک په وينا، د نويو بانک نوټو کاغذ هم ښه غوره شوى چې د بې وخته زړېدو او سولېدو مخه يې نيسي. د نويو بانکنوټو چاپ په تېرو لسو کلو کې پرله پسې روان دى، خو د کيفيت د ټيټوالي په تړاو يې کاروونکو شکايتونه نه دى لېرې کړي.

خو د جعل دغه ستونزه څومره لويه ده؟

په دې اړه د افغانستان بانک مرستيال خان افضل هډه وال څرګندونې.