په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فراه په وژنو ولسمشر کرزي څه وویل؟

ولسمشر حامد کرزي پر فراه پروني پراخ ځانمرگي بريدونه غندلي او د څېړلو لپاره يې يو پلاوى گومارلى دى.

چارواکي وايي په دغه بريد کې چې ټټر يې طالبانو وهلى، تر ٥٠ ډېر کسان ووژل شول.

د وژل شويو ډېرئ ولسي وگړي دي چې د نهو ځانمرگو په بريدونو کې راگېر شوي وو.

د وینا بشپړ متن

پرون د فراه ولایت په مرکزکې طالبانو یوه وحشیانه تروریستي حمله وکړه چې یوه عام وژنه یې بللای شو. د دې ظالمانه حملې په نتیجه کې زموږ په لسګونو مظلوم هېوادوال شهیدان شول او تر سلو پکې ټپیان شول. د دې ضد اسلامي او ضد بشري عمل چې څومره غندنه وشي لږ ده، د دې دردناکې پیښې له امله د افغانستان ټول ولس غمجن دی، خو ورسره هوښیار او د هېواد د دښمن د سیسو ته بېدار هم دي.

زه په خپل وار یو ځل بیا د دې ډیرې غمجنې پیښې له امله، د پیښې د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم او ټپیانو ته عاجل صحت او جوړتیا غواړم.

ګرانو هېوادوالو!

د فراه په مرکز کې پرونۍ ولس وژنې موږ ته وښودله چې طالبان د پردو په لاس په یوه سیاسي لوبه کې داسې ګیر شوي دي چې هر عمل یې د دوی خپل شعار نفي کوي. هر کله چې موږ په افغانستان کې د هېواد د ملي حاکمیت د خوندي کولو، د خلکو د بسیاینې او پر ځان اتکاء لپاره یو کامیابه ګام پورته کړو، طالبان یو داسې عمل کوي چې په هېوادکې تشدد او تشنج ته لا زیاته زمینه برابره کړي او په هېواد کې روانه شخړه دوام ومومي.

په دې ورځو کې موږ په هېواد کې د ملي حاکمیت او سولې د لازیات ټینګښت لپاره یو بل بریالی ګام پرمخ واخیست، د بګرام زندان د افغانستان حکومت ته انتقال شو، له بګرام او نورو زندانونو څخه ډېر بیګناه طالبان او د طالبانو په نامه نیول شوي بندیان خوشې شول. د دې انساني عمل په وړاندې طالبانو د دې لپاره د فراه غمیزه وزیږوله چې له زندانونو د طالبانو د خلاصون په وړاندې زموږ خلک بدبینه کړي.

خویندو او وروڼو!

د طالب او د طالب په نامه د خلکو نیول او زنداني کول په خپله د تشنج او تشدد یو عامل دی، موږ زیارباسو چې د طالبانو په نامه بیګناه بندیان آزاد کړو، د شپې د عملیاتو او ملکي تلفاتو مخه ونیسو او په دې ډول په هېواد کې زور زیاتی او تشنج لږ او د خپلو خلکو عزت خوندي کړو، خو بالمقابل طالبان د پردو په اشاره او د هغوی د اهدافو لپاره داسې استعمالیږي چې د طالبانو په نامه د نیول شوو بیګناه خلکو د آزادۍ او د خلکو د عزت د خوندي تابه په مقابل کې په ولس وژنه لاس پورې کوي او د پردو د اهدافو د تامین لپاره په هېواد کې د سولې د تامین مخنیوي کوي ترڅو د پردو جنګ او ترور زموږ په هېوادکې ادامه پیدا کړي.

زه دلته پر افغاني طالبانو غږ کوم چې له خپلو مشرانو وپوښتي چې د کابل، خوست او فراه دا عام وژنې د چا لپاره او د چا د اهدافو د تحقق لپاره؟، آیا د دې لپاره چې د طالب په نامه نیول شوي بیګناه خلک لا هم بندیان وي او آزاد نه شي او یا د بګرام د زندان انتقال د افغانستان ملي حاکمیت ته ونه شي او حاکمیت ټینګ نه شي ؟.که دغه مشران د دوی دغو پوښتنو ته ځواب نه لري، نو رادې شي خپل وطن ته او له خپلو هېوادوالو سره دې خپل صف یو کړي او نور دې د پردو د اهدافو لپاره نه استعمالیږي.

درنو هېوادوالو!

د فراه ولایت د پرونۍ آلمناکې پیښې د څیړلو لپاره مې د کابینې د وزیرانو په شمول، یو لوړ پوړی دولتي پلاوی فراه ته استولی دی، څو د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او د پیښې له مصدومینو او د شهیدانو له کورنیو سره لازمې مرستې وشي او د ټپیانو د درملنې لپاره لارې چارې وسنجول شي. خدای دې افغانستان له دې غم او درده خلاص کړي او د پردو او د هغوی د اهدافو خلاص کړي او افغانستان دې خدای په خپل کورکې په امن ولري.

بیا هم په هغو طالبانو غږ کوم چې د پردو ټوپک او د پردو اهداف او افغان وژنه او مسلمان وژنه پریږدیء که مسلمانان یاست او که افغانان.