په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قبايلي سيمو کې انتخاباتي منډې تړې څنګه پر مخ ځي؟

د پاکستان په قبايلي سيمو کې سياسي ګوندونو ته د هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل اجازه ورکول شوې چې انتخاباتي منډې تړې کولاى شي او خپل کانديدان سيالۍ ته وړاندې کولاى شي.

که له يوې خوا ډېرو خلکو د حکومت د دې ګام ستاینه کړې خو له بلې خوا يو شمېر نور بيا وايي چې دا ګام کافي نه دى او د قبايلي سيمو د خلکو رښتني استازيتوب لپاره اړينه ده چې د قبايلي سيمو په قانون کې پراخه اصلاحات راوستل شي.

په اسلام اباد کې مو د قبايلي چارو له کارپوه اياز وزير نه د لنډې مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه چې په قبايلي سيمو کې انتخاباتي منډې تړې څنګه پر مخ ځي؟