په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځى: د لنډو کیسو یوه بله ټولګه

د پښتو پر کیسه لیکنې یو بل اثر هم ور زیات شو. یادونه او نکلونه د کیسه لیکوال، ژباړن او څېړونکي اکبر کرګر د لنډو داستاني لیکنو یوه بله تجربه ده.

په "یادونو او نکلونو" کې لس لنډې کیسې ځای شوي چې له "نښې وروسته" په کیسې پيلېږي او په "یادونو اونکلونو" کیسې پای ته رسېږي.

اکبر کرګر په دې کیسو کې د ټولنې تېر او اوس انځوروي. نوموړي د نړیوالو لیکوال سبک لوستی او لیکنې یې پرې کړې دي.

ده د نړیوالو ادبیاتو د ریالیزم، سبمولیزم او نیو ریالیزم مخکښ لیکوالان داستاېفسکي، چېخوف، کافکا او کامو لوستي او په خپلو لیکنو کې یې دغه سبکونه انځور کړي دي.

یادونه او نکلونه د ښاغلي کرګر څلورمه داستاني ټولګه ده.

د ځینو کیسه لیکونکو په ګومان که اکبر کرګر په خپلو کیسو کې بېړه و نه کړي نو د لا ښو کیسو تمه ترې کېدلی شي.

په دې ټولګې او په ټوله کې د پښتو کیسه لیکنې پر اوسني حالت لنډ بحث لرو.

د هند فلمي ستوری پر ملالې فلم جوړوي

امجد خان د بالي ووډ هېلپ لاين مجلې سره د يوې مرکې پر مهال وويل: "زما د بل فلم نوم "ملاله" دی.

دا فلم د ملالې يوسفزۍ پر ژوند څرخي. ملاله پخپله يو خوځښت دی.

ملاله د زده کړو په برخه کې يو غورځنګ دی. "زما فلم ملالې ته د درناوي لپاره دی."

پسرلنۍ مشاعرې

افغانستان کې د ځانګړو مشاعرو لړۍ له ډېره وخت راهیسې په یوه نه یو ډول دوام لري.

د ادبي بهیرونو او نورو ټولنو اوونیزې غونډې هم اوس له ځنډ پرته جوړېږي، خو د هېواد په لر او بر کې د واورو له ویلې کېدو سره سم د خاصو مشاعرو لړۍ پیلېږي.

په پلازمېنه کابل کې په یوه جوړه شوې مشاعره رپوټ لرو.

د نارنج ګل دوديزه مشاعره چې هرکال په ختيځ ولايت ننګرهار کې لمانځله کېږي، سږکال هم په يو څۀ توپير ولمانځل شوه.

سږنۍ مشاعره له مېلې جلا وه. حال یې درکوو.

ناول لیکونکې یادوو چې په نیویارک کې مړه شوه

ناول لیکونکې "روټ جابوالا" د ۸۵ کلونو په عمر په نیو یارک کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه په جرمني کې زېږېدلې وه او په امریکا، برتانیا او هندوستان کې یې ژوند کاوه.

نوموړې په ناول لیکنه کې د بوکر جایزه وګټله او د فلم په سناریو کې یې هم جایزې ګټلې دي.

روت د جرمني په کولن کې په یوه یهوده کورنۍ کې زېږېدلې وه. پلار یې حقوق پوه و چې له پولنډه جرمني ته کډه شوی و.

هغه په دویمه نړیواله جګړه کې لندن ته کډه شوه او د برتانیې تابعیت یې ترلاسه کړ.

په ۱۹۵۰مو کلونو کې هند ته ولاړه اوهلته یې له هندي مهندس سره واده وکړ. د نوموړي په کار او ژوند مو خبروو.