په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ويني فشار لوړوالی څه خطرونه لري؟

د روغتيا نړيوال سازمان هم د اپرېل ۷ مې روغتيا ورځې لمانځنې د وینا په ترڅ کې د فشار کنټرولونې او هم زياتوالي مخنيوي لپاره د پرله پسې هلو ځلو غږ کړی دی.

د اټکلونو له مخې د وينې فشار په نړيواله کچه د ۲۵ کلنو او ترې زياتو عمرونو په ۳ کې له يوه ډېرو پر روغتيا اغېز کوي، چې څه د پاسه يو میليارد وګړي کېږي.

د ويني فشار لوړوالی د زړه له ناروغيو سره تړلی، چې په نړۍ کې له وخت مخکې مرګ لومړی لامل ګڼل کېږي. په لندن کې مېشت افغان ډاکټر فضل هادي وردګ د ويني فشار لوړوالي پر ګواښ او خطر راسره غږېږي: