په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کورنۍ جګړې سره مخامخ کیدای شي؟

د برتانيا پارلمان د دفاعي چارو جرگگۍ ويلي دي که چېرې طالبانو سره د سولې په بهير کې پرمختگ ونه شي افغانستان کورنۍ جگړې سره مخامخ کېدى شي .

دې جرگگۍ افغانستان په اړه خپل يوه راپور کې ويلي دي کله چې د برتانيا او نورو هېوادو پوځيان افغانستان څخه راوځي د دې هېواد د راتلونکي خوندي کولو لپاره، د افغان حکومت په مشرۍ طالبانو سره د سولې د بهير پيلولو ته اړتيا ده.

لویدیځوالو په افغانستان کې میلیونونه ډالر ولګلول اوس پوښتنه دا ده چې په دې برخه کې نور دوی څه کولی شي؟

په دې بحث کې رحیم الله یوسفزی او په امريکا کې مېشت د افغانستان د چارو شننونکي استاد شيرجان احمدزي په همدې موضوع غږېږي.