د عکسونو البوم: سعودي کې د افغانانو لومړنۍ کلتوري ننداره

د لومړي ځل لپاره افغانانو د سعودي په پلازمېنه رياض کې د ملک سعود په پوهنتون کې په يوه نړيوال کلتوري نندارتړن کې برخه اخيستې ده.

په دغه نندارتون کې ٢٥ هېوادونو برخه اخيستې وه چې د افغانستان دريځ ته د برخه والو په وينا گڼ کسان ورغلي وو.

دغه عکسونه د ملک سعود پوهنتون يوۀ محصل حبيب الله ساپي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته راليږلي دي.