په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزني ته د اسلامي فرهنګي مرکز نوم ورکول کوم تاریخي ارزښت لري؟

له څو کلن ځنډ وروسته په پای کې غزنی په رسمي توګه په اسیا کې د اسلامي هېوادونو د فرهنګ او تمدن د مرکز په توګه اعلان شو.

په ۲۰۰۷م کال کې فرهنګي او علمي سازمان هوډ ونیو چې غزني ته به په ۲۰۱۳م کا ل کې د یوه کال لپاره دا نوم ورکوي. د پرانیستنې دغو مراسمو ته بهرني او کورني مېلمانه ورغلي و. د مراسمو فضا ارامه وه خو تر یوه بریده یې سیاسي بڼه غوره کړې وه.

د یوې مرکې په پیل کې مې له لرغون پوه او په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون له مشر پوهنوال رسول باوري نه وپوښتل چې غزني ته د اسلامي فرهنګي مرکز نوم ورکول کوم کوتلوري او تاریخي ارزښت لري؟