د واشنګټن د چري بلاسم فیسټیوال

Image caption په دغه مېله کې د امریکا اوجاپان تر منځ د ښو اړیکو یادونه هم کېږي.

د تېرې يکشنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سره واشنګټن ته تللې وم. د ګیلاسو د ګلانو ښایسته رنګونه، د پسرلي ښایسته هوا او د خلکو ګڼه ګوڼه تر نورو ورځو ډېره تر سترګو کېده.

ځینو خلکو د سیند په غاړه قدم واهه، ځينو بیا په بایسکلونو هاخوا دېخوا چکر واهه، او ځينې نور بيا په شنو چمنو کې ناست وو او د ښایسته هوا او ګلانو د ښکلو منظرو یې خوند اخیست.

موږ هم مېله جوړه کړې وه; ماشومانو مو په چمن کې لوبې کولې او لويانو د دغه جشن پر ښکلا خبرې کولې. که څه هم هوا لږه سړه وه خو بیا هم ډېر خلک ځکه راغلي وو چې تېر کال د هوا د خرابوالي او د پر له پسې اورښتونو له امله دوى و نه شو کړاى د دغو ګلانو سمه ننداره وکړي.

لکه څنګه چې په افغانستان کې خلک د نوي کال او د ښايسته پسرلي هرکلی په ځینو خوړو او مېلو کوي، همدا رنګه د امریکا په واشنګټن ښار کې خلک پسرلي ته د ګیلاسو د ګلانو د غوړېدو په جشن یا (Cherry Blossom Festival) کې ښه راغلاست وايي.

هر کال د هوا له وجې د ګلانو د غوړېدلو ورځې توپیر کوي. سږ کال ډېر اوږد ژمی و. د پسرلي په لومړيو ورځو کې چې د ښايسته او معتدلې هوا تمه په کې کېده، واوره وشوه.

د هوا د سوړوالي له وجې ګلان چې عموما په مارچ کې غوړېږي، ، دا ځل د اپریل په میاشت کې وغوړېدل.

واشنګڼ ډی سي یو وړوکی ښار دی او د جشن په ورځو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله د موټرو لپاره د پارکېنګ ( تم ځاى) پیدا کول ډېره لویه ستونزه ده چې حتا ځیني وخت پارکېنګ موندل څو ساعته وخت نیسي ځکه نو خلک هڅه کوي د شخصي موټرو پر ځای مېټرو او بسونه کاروي.

د چري بلاسم جشن ته، چې هر کال په واشنګټن کې لمانځل کېږي، نه یوازې د واشنګټن نه، بلکې د امریکا له ګوټ ګوت څخه خلک ورځي.

په دغه مېله کې د هغه ۳۰۰۰ د ګیلاسو ونو یادونه کېږي چې په ۱۹۱۲م کال کې د جاپان له خوا واشنګټن ښار ته ډالۍ شوې وې.

په دغه مېله کې د امریکا اوجاپان تر منځ د ښو اړیکو یادونه هم کېږي. دغه ونې په جاپان کې ډېر زیات شهرت لري او د جاپان خلکو لپاره سمبولیک او کولتوري مانا لري.

دغه جشن درې اوونۍ دوام کوي چې د مارچ په پای کې پیلېږي او د اپریل تر دویمې اوونۍ دوام کوي او په میلیونونو خلک ورځي.

د دغې مېلې بنسټ هغه وخت کېښودل شو چې د متحده ایالاتو لومړۍ مېرمنې هيرون ټفټ او د جاپان د هغه وخت د سفیر مېرمن وسکونټس چینډا په ۱۹۱۲م کال کې دوه ونې له جاپان نه راوړې او په واشنګټن کې یې کښېنولې. دغه ونې تر اوسه په واشنګټن کې شته.

د چري بلاسم جشن په واشنګټن کې د پسرلي تر ټولو لوی جشن دی.

دغه جشن د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۷م کال کې ولمانځل شو.

وروسته بيا په ۱۹۹۴م کال کې د دغه جشن موده دوې اوونۍ ته وغځول شوه، تر څو د ګلانو د غوړېدو په وخت کې د سېلانیانو لپاره فعاليتونه ډېر شي.

په ۲۰۱۲م کال کې بيا د ګیلاسو د ونو د سلمې کليزې په احترام دغه مېله پنځه اونیو ته وغځېده. سږ کال به دغه جشن درې اوونۍ روان وي چې د مارچ په ۲۰ مه شروع شو او د اپریل تر ۱۴ مې پورې به دوام لري.

نن د اپریل په ۱۳ به په واشنګټن کې د دغې جشن رسم ګذشت یا (Parade) جوړېږي چې د هېواد د ننه او بهر څخه يې خلک نندارې ته راځي.

دغه ګیلاسو ونې، چې ګلابي او سپین ګلان کوي او بېلا بېل قسمونه لري، د واشنګټن په وېسټ پوټومیک پارک، ایسټ پوټومیک پارک او د واشنګټن د مانیومینټ ګېر چاپېره کرل شوي دي.

دغه ونې میوه نه کوي او نه هم ډېر تېز بوی لري خو ګلان یې یوه ځانګړې ښکلا لري چې خلک ورته د سېل لپاره له لېرې ځایو څخه راځي.

د دغه ګلانو عمر ډېر کم دی. ځینې وخت د پسرلي د اورښتونو له امله ګلان ژر له منځه ځي نو خلک هڅه کوي په هغه وخت کې يې ونو ننداره وکړي چې نوي غوړېدلي وي.

ورته مطالب