په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازادو ټاکنو د ادارې مشر وايي نوي قانون ته "خوشبین" دی

د افغانستان ملي شورا د دواړو مجلسونو ګډ کمیسیون، د ټاکنو د کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو د جنجالي قانون مسوده تصویب، او د توشېح لپاره یې ولسمشر ته استولی ده.

په دغه مسوده کې د ملي شورا د دواړو جرګو ترمنځ د توپير موضوعات د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیانو غړیتوب او د دغه کمیسیون د کمېشنرانو د ټاکلو څرنګوالی وو.

د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې د بدلونونو په اړه مو د ازادو ټاکنو د ادارې فیفا له مشر جانداد سپين غره سره و څېړل او په پیل کې مو د ښاغلي سپین غر غبرګون وغوښت.