د نيپال کټمنډو ښار

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په دې وروستيو کې نپيال ته تللې وه چې د اسيا د کريکټ شورا له شل اورېزو اتلوليو دفاع وکړي. افغان لوبغاړو په برياليتوب دغه کار ترسره کړ. له لوبو وروسته ځينو لوبغاړو دغه عکسونه واخيستل چې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته يې رالېږلي او له دوى څخه په مننه يې خپروو.