په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې بس څرنګه ټکر شو؟

د تېرې جمعې په ورځ (اپریل ۲۶/غويي شپږمه) د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل شو. د کندهار والي ویندوی جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، چې د سدا بهار افغان ټراسپورټي شرکت اړوند یوه ۳۰۳ ډوله مساپر وړونکي بس او ټانکر تر منځ د ټکر له کبله ۴۵ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

د پېښې ځای ته مامون درانی ورغلی او دا وېډیو یې راستولې ده.