په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"سردار داود وطن پال شخصيت و"

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داود د وژل کېدو له امله د هغه په ياد غونډه کې گڼو سياستوالو نوموړى هيواد دوست مشر وباله او د هغه د ترسره کړو کارونو ستاينه يې وکړه.

جنرال عبد القادر د خلکو د دېموکراتيک ګوند د واکمنۍ په لومړو شپو ورځو کې يې د دفاع د وزير دنده په غاړه درلوده. جنرال قادر په ١٣٥٧ کال کې د پخواني ولسمشر محمد دواود خان په کودتا کې هم مهم رول درلود.

جنرال قادر کلونه کلونه هېواد نه لېرې اوسېده اوس بېرته افغانستان ته راستون شوى.

ده زموږ له همکار احمد شفايي سره مر که کړې په سر کې هغه ورځې په ياد راوړي چې د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه او ور پسې يې د محمد دواد خان پر ضد کودتاګانو کې برخه اخیستې وه.