په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چین کې د غره له سره پر پله راکوزېدل

د ناروې ایسکیل رونینګسباکن، چې د سرکس سیالیو او غره ختلو کې مهارت لري، د چین رینان ولایت د یوه غره له ډډې پر یوه دنګ پله راکوز شو. ایسکیل د پله پر سر له مرګونو حرکتونو نه وېرېده، خو د خوندیتوب لپاره پر اوسپنیز پړي تړل شوی و.

په هوا کې دا ډول لوبې څه اسانه کار نه دی، بلکې دا ډول عمل له ژوند سره لوبې کول دي. خو ایسکیل وايي چې "د باد شدت هغه یوې او بلې خوا ته خوځاوه، همدا وه چې د پړي پر سر باید هغه څو ځلې تللی او بېرته راستون شوی وای".