ستاسې غږ: د مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې ٢٠ مه کاليزه

Image caption د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ هرکال د مې په درېمه نېټه لمانځل کېږي.

د راتلونکې جمعې په ورځ د مې پۀ درېمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړېوالې ورځ ٢٠مه کاليزه د ملگرو ملتو ددې شعار لاندې چې " کله خلک خبرې کوي ايا هغوي خوندي دي؟" لمانځل کيږي.

دا ورځ په ١٩٩٣ کال کې د ملگروملتو دکلتوري سازمان يونېسکو په سپارښتنه د ملگروملتو د عمومي اسمبلۍ لخوا غوره او له هغې وروسته هر کال د مې په درېمه نېټه لمانځل کيږي.

ددې اونۍ ستاسې غږ کې مونږ هم په دې غږيږو چې تاسې څه فکر کوي څومره خلک د خپلو نظرونو څرگندولو کې ازاد دي، څومره ځان خوندي گڼي،

او بله دا چې د بيان ازادي حد لري که څنگه؟ که په دې اړه خپرونې کې گډون کول غواړئ د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه راستولى شئ.

ددې ترڅنگ د بي بي سي د پښتو پاڼې په فيس بک هم خپل نظرونه پرېښودلى شئ.