په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زیب او حانیا: د موسیقۍ له هرې بڼې سره مینه لرو

د پښتونخوا په کوهاټ کې زېږیدلې زیب النسا همایون بنګش او حانیا اسلم د پاپ موسیقي په اوسني ډګر کې ځانته ځانګړی ځای خپل کړی دی.

زیب او حانیا په اردو، فارسي او ترکي ژپو مشهوري سندرې ویلي دي چې له امله په نړۍ کې ډېر مینه وال لري.

زیب وايي له ۸ کلنۍ راهیسې یې سندرې ویلې او له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې په مسلکي توګه مخه کړې ده.

په زیب او حانیا مشهوره دغه دوه کسېزه ډله په دې وروستیو کې لندن ته په یوه فیستیوال کې د ګډون لپاره بلل شوي وو.

د زیب او حانیا د هنري هلو ځلو په اړه له دوی سره د ابراهیم امیري مرکه.