په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان سنوکر کې د اسيايي لوبو اتلولي وګټله

د افغانستان د لوبو په ٧٠ کلن تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر يوۀ لوبغاړي صالح محمد محمدي د اسيايي لوبو اتلولي ګټلې ده.

دا لوبې چې پاکستان کې تر سره شوې ښاغلي محمدي يو په بل پسې د منګوليا، پاکستان، ايران هانکانګ،چين، بيا ايران او په پاى کې د سوريې سيلان مات کړل او د سرو زرو د مډال په ګټلو سره يې اتلولي وګټله.

د افغانستان دويم لوبغاړى بيا د نړۍ د ١٦ غوره لوبغاړو په نوملړ کې راغلى دى.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې وياند مجيب الله رحماني د دغه تاريخي بري په اړه بي بي سي ته وويل.