په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: کتاب جايزې

Image caption د کتاب جايزو دود په افغانستان او پښتنو سيمو کې تر اوسه ډېر نه دی غوړېدلی، خو په نړيواله کچه په بېلا بېلو ژبو کې د کتاب مشهورې جايزې شته.

تېره نژدې موده کې يو شمېر فرهنګي ټولنو افغان پلازمېنه کابل کې د کتاب نړيواله ورځ د کتاب په يوه نندارتون چې سلګونه کتابونه په کې نندارې ته ايښودل شوي وو، او هم يو شمېر نورو فعاليتونو ولمانځله.

د لمانځنې دغو فعاليتونو کې د کتاب ښار ټولنې او د "زري کړکۍ" اکاډمۍ د کال غوره ليکوالانو او شاعرانو ته جايزې هم ورکړې.

د کتاب جايزو دود په افغانستان او پښتنو سيمو کې تر اوسه ډېر نه دی غوړېدلی، خو په نړيواله کچه په بېلا بېلو ژبو کې د کتاب مشهورې جايزې شته.

په انګرېزۍ ژبه کې د ليکنې هر ډول، په تېره بيا د کيسې او ناول هر ژانر ځان ته جايزې لري.

د انګرېزۍ مشهور کتاب جايزو، يوه د من بوکر جايزه ده، چې په ۱۹۶۹ کال کې پيل شوې ده.

د دغې جايزې موخه يې د غوره خيالي ليکنې غوړونه، او د کال هغه غوره ناول ته ورکول کېږي چې د برتانيا، همګټو هېوادونو او يا ايرلنډ اوسېدونکی وي.

د سږني ۲۰۱۳ کال من بوکر جايزې د اوږده نوملړ اعلان راتلونکي جولای کې کېږي، لنډ‌ نوملړ بيا سپتمبر او د جايزې ګټونکی بيا د اکټوبر پر ۱۵ مه اعلانېږي.

من بوکر جايزې سيالۍ ته هر هغه ناول لار موندلی شي، چې په انګرېزۍ او د جايزې کال کې په برتانيا کې چاپ شوی وي. ناول بايد په بنسټ کې په انګرېزۍ وي، او ژباړل شوی نه وي.

د بي بي سي جېل مګيورېنګ چې په خپله يې هم ناولونه لیکلي، په انګرېزۍ ژبه کې پر مهمو جايزو او ارزښت يې خبرې کوي.

عربي کتاب جايزې

په عربي ژبه هم د ليکنې، په تېره بيا نثر او ناول ليکنې هڅولو لپاره د جايزې شمېر زيات دی، چې په ډېرو عربي هېوادونو کې يې د ورکړې او انصاف پرېکړه له چارواکيو او حکومتونو سره وي.

ډېرې مشهورې او نوموتې کتاب جايزې له متحده عرب اماراتو او سعودي نه دي.

عربي نړۍ د عربي پسرلي پېښو له پيل راهيسې پر نورو سربېره له ژورو فرهنګي بدلونونو هم تېرېږي.

په عربي نړۍ کې د "عربي ناول نړيواله جايزه" تر ټولو نوموتې جايزه او د من بوکر عربي بڼه ده.

د سږ کال عربي ناول نړيوالې جايزې، يا عربي بوکر ګټونکی د "ساق البامبو" يا د باڼس تنه په نامه ناول و، چې کويټي ليکوال سعود السنوسي ليکلی دی.

دغه ناول د يو داسې ځوان کيسه کوي چې له يوه کويټي پلار او فليپينۍ مور زېږېدلی، يوه زړه وره ليکنه بلل شوې، چې په خليج کې د بهرنيو کارګرو ژوند انځوروي.

د بي بي سي عربي فواد عبد الرازق په عربي نړۍ کې پر جايزو راسره غږېږي.

پښتو کتاب او د جايزو دود

خو دا چې په افغانستان او پښتونخوا کې کتاب جايزه کوم حال کې ده، جايزه د کتاب او ليکوالۍ ارزښت لوړوي، په پښتو کې کتاب اروزونه اکاډميکه ده که څنګه پر دې او نورو پوښتنو د دې اوونۍ پېلوزي کې بنډار کوو، چې له کابله ليکوال او څېړونکی نجيب منلی او له پېښوره د پښتو اکاډمۍ مشره او د پېښور پوهنتون استاذه سلما شاهين راسره خبرې کوي.

هندۍ سينما سل کلنه شوه

دا اوونۍ د هند سينما ۱۰۰ کلنه شوه.

د هند لومړی چوپ فېلم د ۱۹۰۳ کال د مې پر ۳ مه خپور شوی و.

له هماغه راهيسې تېره يوه پېړۍ هندۍ سينما اوږد مزل کړی، چې اوس يې په سيمه ييزه او ان نړيواله کچه مينه وال مليونونو ته رسېږي.