په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زیږون پرمهال د افغان میندو مړینه کمه شوې

د ماشومانو د ژغورنې اداره سیف د چیلدرن وايي، افغانستان نن سبا د پخوا په څیر د میندو لپاره تر ټولو ناوړو ځایونو په ډله کې نه راځي.

د دغې ادارې چارواکو په کابل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د تیرو کلونو پرتله د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هرو سلو زرو میندو کې د ۱۶۰۰ تنو نه ۳۲۷ تنو ته رالویدلې ده.

د دوی په وینا افغانستان اوس د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې ۱۴۵ ځای لري او په تیرو د وو کلونو کې یې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

سیف د چیلدرن وايي، د نوو زیږدلو ماشومانو د مړینې په برخه کې هم افغانستان د پام وړ پرمختګ کړې او اوس د هرو لسو ماشومانو له ډلې یوازې یو له پنځه کلنۍ مخکي مري، پخوا به په هرو څلورو ماشومانو کې یو له پنځه کلنۍ مخکې مړ کیده.