په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وېشلې سوریه: 'زما پلار زما مرګ غوښت'

د وروستیو اټکلونو له مخې، د سوریې له جګړو نژدې یو اعشاریه پنځه میلیونه خلک بې ځایه شوي او تښتېدلي دي. په سوریه کې د حکومت ضد پاڅون تر دوو ډېر کلونه پوره کېږي، چې نه یوازې ټولنې، بلکې کورنۍ او د کورنیو غړي یې له یو او بل څخه لیرې کړي دي.

۲۱ کلنه لُبنا مري یوه له هغو کسانو ده، چې د خپلې کورنۍ له لوري رټل شوې، چې وايي خپل پلار یې هغې ته د مرګ غوښتنه کړې وه.