په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا په کومو ولایتونو کې اډه غواړي؟

د افغانستان ولمسشر حامد کرزي ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه د امنیتي تړون له لارې په افغانستان کې نهه پوځي اډې غواړي.

کرزي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (مې ۹/ثور، غويي ۱۹) د کابل پوهنتون جوړېدو د اتیایمې لسیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ولسمشر زیاته کړه امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل، بګرام، مزارشریف، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې له موږ نهه پوځي اډې غواړي.