په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په پاکستان کې د ټاکنو پروسه او حکومتي سیستم

په پاکستان کې د مې په ۱۱ به تقريبا ٨٥ ميليونه خلک په عمومي ټاکنو کې برخه واخلي.

دوی به د ملي او ايالتي اسمبلیو غړي ټاکي.

د هېواد انتخابي کميسيون وايي چې په ټول هېواد کې يې ٧٠زره رايو مرکزونه جوړ کړي دي او ٦٠٠٠٠٠ کارکونکي يې د دې پروسې لپاره روزلي دي.

په پاکستان کې د ټاکنو پروسه او حکومتي سیستم څنګه دی، د پاکستان د انتخابي او قانوني چارو ماهر او د ډان ورځپاڼې وسيم احمد شاه يې په دې مرکه کې lمحمد زاهد ته وايي.