په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه، اوومه برخه: افغانستان کې روغتيا او ستونزې

د ازادې جرګې اووم پروګرام په افغانستان کې روغتيايي پرمختگونو او ستونزو ته بېل شوى دی.

د دغه پروگرام مشره مېلمنه د افغانستان روغتيا وزيره ثريا دليل ده.

د پروګرام نور مېلمانه د افغان ولسي جرګې د روغتيايي کمسيون مرستيال ډاکټر مجیب الرحمان څمکنی، د روغتیا نړيوال سازمان استازی ډاکټر غلام حیدر رفيقي، ډاکټر محمد موسی وردګ او د سوداګرۍ خونو روغتیايي څانګې مشر ډاکټر محمد هاشم وهاج دي چې د جرګې ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

ازاده جرګه

د دغو پروګرامونو لړۍ د افغانستان لپاره د بي بي سي خپرونو او د بي بي سي ميډيا اکشن له خوا د افغانستان ملي راديو تلوېزیون په همکارۍ جوړېږي.

د دغه پروګرام ټلوېزیوني بڼه د افغانستان پر ملي تلوېزیون هم خپرېږي.

وړاندې کوونکی: داود جنبش

د خپرونې جوړونکی: شعیب شریفي