په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه

په نژدې راتلونکي کې به افغان امنيتي ځواکونه له هغه راهيسې چې په ۱۹۹۲ کال کې د روسيې له ملاتړ برخمن افغان پوځ ړنګ شوی، لومړی ځل د خپل ټول هېواد امنيت ساتنې دنده پر غاړه اخلي.

بي بي سي ته په پکتيکا کې د تندر پوځي اډې جګړه ييزو معلوماتو غونډې ته د ورتلو ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه.

د بي بي سي خبريال ډېوېد لاين د افغان پوځ دغې اډې ته ورغلی او د دوی د عملياتو بهير يې له نژدې کتلی دی.