ننګرهار کې چاودنو یو پولیس وژلی ۹ یې ټپیان کړي

د افغانسان له ختيځ ننګرهار نه راپورونه وايي چې دوو پرلپسې چاودنو لږ تر لږه يو پوليس وژلی او نهه نور يې ټپيان کړي دي.

په ټپيانو کې پنځه پوليس او څلور ملکيان دي.

چاودنې نن سهار نژدې ۹بجې د ولايت ودانۍ ته نژدې شوې دي.

ځايي چارواکي وايي ټپيان د جلال اباد روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه بلل شوی دی.

تر اوسه چا د دغه بريد پړه نه ده منلې.