په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ژباړونکو پناه، د چا په تاوان؟

برتانيا منلې چې هغو شاوخوا ٦٠٠ افغان ژباړونکو ته پناه ورکړي چې د دوى له سرتېرو سره يې په افغانستان کې کار کړى دى.

په پيل کې برتانيايي حکومت نه غوښتل چې دغه کسان ومني.

خو له پرله پسې استدلالونو وروسته اوس لندن منلې چې دغه ژباړونکي ومني.

ځينو نورو هېوادونو هم افغان ژباړونکي منلي چې ورسره واوسېږي. افغان ژباړونکي وايي ژوند ته يې خطر پېښ دى او بايد پناه ورکړل شي.

افغان چارواکي وايي د دوى په وينا د ټولو افغانانو ژوند ته ښايي خطر پېښ وي خو بايد دغه لوستي کسان پاتې شي او خپل هېواد ته کار وکړي.

پناه غوښتونکي په نورو هېوادونو کې څه کولى شي او له خپل هېواده وتل يې څه پايلې لرلى شي؟

په انگلستان کې د پناه غوښتونکو د يوې ادارې چارواکى بريالى بارکزى او قانون پوه خالد خاشع له ايمل پسرلي سره پرې بحث کوي.