په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"غلط کار بايد غلط وبلل شي، که هر څوک يې کوي"

د لندن وولېچ سيمه کې د بريتانوي سرتېري وژنې بريتانيا کې پر چارواکيو سربېره د مسلمانو ټولنو غوسه ناک غبرګونونه پارولي دي.

د بريتانيا د مسلمانانو عمومي شورا هم د وولېچ پېښې غندنه کړې او دا يي يو وحشي عمل بللى دى. شورا زياته کړې چې دا ډول کړنې په اسلام کې بنسټ نه لري.

سعيده محمود د برتانيا برډ فورډ مسلمانانو د ټولنې مشر او د مسجد امام سيد مستقيم شاه سره غږيدلې او دغې پېښې په اړه يې غبرګون ترې پوښتلى دی.