په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پراختیايي پروژو ته به والیان لومړیتوبونه ټاکي

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، له دې وروسته به د نړیوالې ټولنې مرستې له ولایتي چارواکو سره په همغږۍ او د خلکو د لومړیتوبونو له مخې لګوي.

تر دې وړاندې سیمه ییزو چارواکو شکایت کاوه، چې وزارتونه پرته له دې چې د خلکو مهمې اړتیاوې په پام کې ونیسي، په خپل سر پراختیايي پروژې پلې کوي، چې ډیرې اغېزمنې نه دي.

وزیر عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان ټول والیان او سیمه ییزچارواکي کابل ته د همدې لپاره وربللې وو، چې خپل لومړیتونو دغه وزارت ور په ګوته کړي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي ارغندیوال سره مرکه کړې، او په سر کې یې پوښتلي، چې د نړیوالې ټولنې مرستې به څه ډول له والیانو سره په همغږۍ مصرفوي؟