په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ماشوم له زېږېدو وروسته " کمود کې وښويېد"

د چين نوي زېږېدلي ماشوم کيسه کې چې د کمود له نل ژغورل شوی، يوې ښځې ويلي دا يې مور ده او ژغورونکيو ته همدې زنګ وهلی و.

دې ښځې ويلي، ځان يې ځکه نه شوی ښوولی چې د مالي لګښت وس يې درلود.

دغه ځوانه ښځه چې ۲۲ کلنه ده، وايي ماشوم يې په پټه تشناب کې زېږولی، چې له زېږېدو سره کمود ته ولوېد.

دغه ماشوم چې اوس په يوه روغتون کې تر ځانګړې پاملرنې لاندې دی، کيسې يې په چين او تېره بيا ټولنيزو شبکو کې پراخ بحثونه پارولي دي.