په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جلال اباد کې د سره صلیب پر دفتر برید شوی

د ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال، شريف امين وايي، په بريد کې په جلال اباد کې د سره صليب مشر چې بهرنى دى ټپي شوى دى او يو افغان ساتونکى يې وژل شوى دى.

هغه وويل شپږو بهرنيان يې ژغورلي دي.

ښاغلي امين د نښتې د ياى ته رسېدو خبر هم ورکړ، او ويې ويل چې بريد کوونکي له منځه تللي دي، خو په وينا يې د شمېر په اړه يې څه نه شي ويلاى .

د ننګرهار د عامې روغتيا ریيس بازمحمد شېرزاد وايي د سور صليب د مشر ټپونه برسېرن وو، چې تر درملنې وروسته ، له روغتون رخصت شوى دى .

د سره صليب دفتر د جلال اباد ښار په لويديزه څنډه کې موقعيت لري، چې د هندوستان او ايران کونسلګرۍ هم دې سيمې ته نژدې پرتې دي.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار په جلال اباد ښار کې د نړیوال سره صلیب پر دفتر برید شوی، چې د عیني شاهدانو په وینا، تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د سره صلیب ادارې پر خپل دفتر برید منلی، خو په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي "د سره صلیب پر دفتر یو ترهګریز برید شوی، خو سیمه بیا وروسته ارامه شوې ده".

طالبانو په تېر اپریل کې د پسرلي په راتګ سره د خپلو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ، چې وینا یې بهرنۍ پوځي اډې او د بهرنیانو ديپلوماتیک بنسټونه به په نښه کوي.

په تېره دوشنبې او سې شنبې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې لږترلږه ۱۶ افغان سرتېري وژل شوي.

په تېر مارچ میاشت کې د طالبانو په وسلو سمبالو جنګیالیو د جلال اباد ښار د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ، چې لږترلږه پنځه پولیس یې ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.