په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې انټي بیایټک څنګه کارول کېږي؟

کارپوهان وايي د انټي بیاټکو ډېر کارول ستونزې رامنځ ته کوي، ناروغان ورسره عادت کېږي بدن یې په غټ میکروب بدلېږي چې د درملنې په وخت مرسته نه کوي.

کارپوهان ویره لري چې په دغسې حالاتو کې د یو کوچني زخم درملنه هم نه کېږي.

اوس اروپايي چارواکي په دې هکله سره غږيږي چې څنګه کولای شي چې په ګډه کار وکړي او یو نوی انټي بیاټک جوړ کړي چې ناروغانو ته یې په ورکولو کې احتیاط وشي.

په افغانستان کې انټي بیایټک څنګه کارول کېږي؟ دا پوښتنه سعیدې محمود په لندن کې له میشت افغان ډاکټر نعیم عظیم څخه د مرکې په پیل کې کړې چې په افغانستان کې یې هم کار کړی دی.