په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: بلوچستان کې په مورنۍ ژبه زده کړې برابرول

Image caption د پاکستان اساسي قانون ترميم له مخې د پوهنې نصابونو کې په مورنۍ زده کړې هم شاملولی شي.

د بلوچستان نوي مشر يا اعلی وزير عبد المالک بلوچ د جون پر ۹ مه د خپلې دندې لوړه وکړه.

ده ايالتي اسمبلۍ ته په وينا کې هوډ څرګند کړ چې خپله صوبه کې به د سولې او ارامۍ ټينګښت پر هلو ځلو سربېره په مورنۍ ژبه زده کړه هم د خپل ولايت پوهنيز نصاب کې شاملوي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو پراخ خو يو بېوزلی ايالت دی، او هم يې ګڼ شمېر وګړي له ښوونځيو او زده کړې بې برخې دي.

د بلوچستان حکومت د پښتون ملتپاله، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مسلم ليګ نواز او بلوڅ ملتپاله نشنل ګوند ترمنځ ائتلاف پايله کې جوړ شوی دی.

بلوچستان اسمبلۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ټولې ۱۰ څوکۍ ګټلې، او له ۴ ځانګړو څوکيو ترلاسه کولو سره يې اسمبلۍ کې اوس ټولې ۱۴ څوکۍ لري او له مسلم ليګ نواز ګوند وروسته د اسمبلۍ دوهم لوی ګوند دی.

له مسلم ليګ نواز سره بيا د نورو ازادو ګانديدانو يو ځای کېدو، او ځانګړو څوکيو سره يې د اسمبلۍ غړيو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

نصرالله زېری چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري بلوچستان ايلتي اسمبلۍ ته بريالی شوی، خپله لومړی وينا په پښتو ژبه وکړه. ده پېلوځي ته خپله صوبه کې په مورنۍ ژبه د ښوونې په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان ملي جرګې يا قومي اسمبلۍ د ۲۰۱۰ کال اپرېل کې د خپل هېواد اساسي قانون کې اتلسم ترميم ومانه، چې له مخې يې صوبو يا ايالتونو له مرکز لا ډېر واک ولېږدېد.

د دغه ترميم له مخې دا واک هم د صوبو يا ايالتونو په برخه شو، چې ښوونځيو زده کړو خپلو نصابونو کې په مورنۍ زده کړې هم شاملولی شي.

خو دا چې په مورنۍ ژبه زده کړې څومره ارزښت لري، په بلوچستان ايالت کې يې نشتوالی څومره احساس شوی، او هلته به په پښتني سيمو کې د پښتو ليک لوست غوړېدا کې څومره رول ولري؟

پر دې او نورو پوښتنو د دې اوونۍ پېلوځي کې بنډار کوو، چې له کوټې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر نصيب الله سيماب، او ليکوال او شاعر ډاکټر لياقت تابان په کې راسره خبرې کوي.

چاپ شوي کتابونه

د معز الله خان موند ديوان، د همېش خليل په څېړنه، چونغر، د سليمان لايق اثر، د کوچنيانو ځانګړې ناروغۍ، د ډاکټر ديدار احمدزي ليکنه، د فولکلور تاريخچه، د حبيب الله پښتونزوی ليکنه، د پښتو ادبياتو تاريخ، د زلمي هېواد مل ليکنه، حاضر ځوابي او هم د سبو پاچا، د محمود نظري د طنزونو ټولګه، منشور د مصطفی سالک ليکنه، هر دېوال باندې ټکي ټکي جوړ دي، چې د محمد الله تبسم شعري ټولګه ده نوي چاپ شوي دي.

دغه راز د افغانستان تاريخي او فرهنګي وياړونه، د رازقي وياړ ليکنه، د معاذ الدين خټک ديوان، د ميا وکيل شاه فقير په کتنه او د عبد الرحيم هوتک ديوان، چې د محمد صادق ژېړک يې کتنه کړې نوي له چاپه راوتلي، او دا ټول کتابونه دانش خپروندويه ټولنې خپاره کړي دي.