په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نبیل: طالبان به تر ۲۰۱۴ وروسته لوی سرخوږی نه وي

د افغانستان د امنیت شورا وايي طالبان به له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان او افغان ځواکونو ته کوم لوی سرخوږی نه وي.

د امنیت د شورا مرستیال رحمت الله نبیل زموږ له همکار جعفر هاند سره په مرکه کې ډاډ څرګند کړی چې افغان ځواکونه د دې جوګه دي چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته د افغانستان امنیت خوندي کړي.

د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل دا خبره هم کړې چې طالبان هومره منظم او پیاوړي نه دي چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ځينې سیمې بېرته ونیسي.

خو ښاغلي نبیل دا خبره هم وکړه چې افغان هوايي ځواکونه لا هم نیمګړي دي او باید نړیواله ټولنه په دغه برخه کې له افغانستان سره جدي مرسته وکړي.