په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وسله وال بریدونه د سولې پر هلو ځلو څه اغیز لرلی شي؟

په کابل کې د ولسمشرۍ له ماڼې سره نیژدي د وسله والو طالبانو له خوا برید په داسې حال کې ترسره شو چې د سولې د خبرو په موخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانستل شوی دی.

د طالبانو د دفتر پر څرنګوالي له اختلافاتو سره سره د سولې هڅې روانې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو له خوا دغه ډول بریدونه به د سولې پر روانو هڅو څه اغیز ولري.

په دې هکله متین سمسور د پوځي چارو له افغان کارپوه نیک محمد کابلي سره غږېدلی او په پیل کې یې پوښتلي چې د طالبانو د دغه ډول بريدونو تعبير څه کېداى شي؟