په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پکتیا کې د ښوونځي نجونې مسمومې شوې

د افغانستان د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې دي. چارواکي وايي ددغو زده کوونکو روغتیايي حالت اوس ښه دی.

د پوهنې وزرات د خپرونو مشر کبیر حقمل په وینا دغو نجونو ته د بد بوی تر احساسولو وروسته زړه بدی او سرګنګسي پېښه شوې وه. ښاغلی حقمل زموږ له همکار خوشحال تایب سره د یوې مرکې په ترڅ کې د پېښې نور جزییات بیانوي.