په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر کرزي د امریکا، بریتانیا او پاکستان له مشرانو سره څه وویل؟

ولسمشر کرزي له ولسمشر اوباما او د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کمیرون سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون، له طالبانو سره د سولې پر خبرو، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو او سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

دغه راز تېره شپه د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف هم ولسمشر کرزي ته ټېلېفون وکړ او پر یو لړ موضوګانو ورسره وغږېد.

سعیدې محمود د ولسمشر کرزي له ویاند ایمل فیضي نه د مرکې په پیل کې پوښتلي چې ولسمشر کرزی له ولسمشر اوباما په اوږدو ټېلېفونې خبرو کې پر څه وغږېدل؟