په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کندهار کې د لاسي صنایعو نندارتون

په کندهار کې د ښځو په لاس جوړ لاسي صنایعو ته د بازار مومندنې په موخه یو درې ورځې نندارتون پرانستل شو.

نندارتون د ۹ هغو ټولنو په ګډون چې لاسي صنایع جوړوي د اطلاعاتو کلتور او ښځو چارو ریاست له خوا پرانستل شوی دی.

په کندهار کې مامون درانی دغه نندارتون ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.