په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د غزني کبان له ورکېدو سره مخامخ دي

د غزني ولایت په ځینو بندونو کې په ناقانونه توګه د کبانو ښکار دوام لري، چې ویل کیږي ښکاریان د لاسي بمونو، تنګو جالونو، او د جنراتورونو په واسطه د کبانو د ښکار په چاره بوخت دي.

خلک وایي دا اندېښنه موجوده ده که چېرې ددغه کار مخنیوی ونه شي، نو د کبانو نسل به له ورکې سره مخامخ شي.