په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پير ګیلاني: سولې خبرو کې دې شرطونه نه وي

Image caption د بي بي سي داود اعظمي د ملي اسلامي محاذ له مشر پير سيد احمد ګیلاني سره

د افغانستان يو جهادي مشر او د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيد احمد گيلاني هيله ښوولې چې گاونډي هېوادونه د افغانستان سولې پروسې کې رغنده او مثبت رول ولوبوي.

ښاغلى گيلاني چې د سولې عالي شورا يو مخکښ غړى هم دی، وايي له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې بايد له شرطونو او بنديزوونو پرته پيل شي.

ښاغلى گيلاني زياتوي چې د سولې پروسې برياليتوب لپاره په کاره ده لومړى جنگ ودرول شي او بيا خبرې پيل شي.

داود اعظمي له پير سيد احمد گيلاني سره د يوې مرکې په پيل کې پوښتلې چې د دوى په نظر افغانستان کې سوله څنگه راتلى شي؟