په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل تور بازار که د پوځي یونیفورم ګرمه مېله

د افغانستان په روانه جګړه کې د وسله والو مخالفانو له خوا له پوځي یونیفورم ګټه اخیستل یوه عادي پدیده ګرځېدلې ده. په تازه پېښه کې د دوشنبې په ورځ د ملي امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدا وړاندې د کابل ملي امنیت ریاست ځواکونو په ډزو وواژه.

زموږ همکار کاوون خموش په دې وېدیويي رپوټ کې پوځي یونیفورم جوړوونکو خیاطيو او د کابل تور بازار هټیو ته کتنه کړې ده، چې پښتو ژباړه یې سمیع الله موسی وړاندې کوي.