په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکر لارې: بهر میشتي افغانان غواړي بېرته ستانه شي؟

بي بی سي له ځوانانو سره د بحثونو نوې لړۍ پیل کړې ده چې فکر لارې نومېږي.

د فکر لارې دغه میاشتنۍ خپرونه پر افغانستان ځوانان غږوي.

لومړنی بحث مو پر دې را څرخي چې ایا لویدیځ مېشتي افغان ځوانان هېواد ته بېرته ستنېدای شي؟

د فکر لارې دغه لومړنی بحث له شمشاد تلویزیونه د جولای په پنځمه نېټه د ماښام پر شپږ بجو او ۳۰ دقیقې خپرو شو چې تکرار یې د شنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۱ بجې خپرېږي.

د بحث کوربه: ایمل پسرلی

جوړونکی: اسمعیل میاخیل