په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه، اتمه برخه: فساد

د ازادې جرګې په اتمه خپرونه کې د افغانستان په ادارو کې اداري فساد وڅیړل شو.

خپرونې ته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه خلک رابلل شوي ول چې میلمانه وپوښتي او خپل نظرونه واوري.

د خپرونې میلمانه: مرستیال لوی څارنوال رحمت الله نظري، ټولنپوه ډاکټر اشرف غني احمدزی، له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزیز الله لودین او د افغانستان وتلی سندرغاړی فرهاد دریا.

ازاده جرګه

د دغو پروګرامونو لړۍ د افغانستان لپاره د بي بي سي خپرونو او د بي بي سي ميډيا اکشن له خوا د افغانستان ملي راديو تلوېزیون په همکارۍ جوړېږي.

د دغه پروګرام ټلوېزیوني بڼه د افغانستان پر ملي تلوېزیون هم خپرېږي.

وړاندې کوونکی: داود جنبش

د خپرونې جوړونکی: شعیب شریفي