په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

رښتیا د افغانو ښځو د حقونو حالت مخ په خرابېدو دى؟

د بشري حقونو د څار اداره وايي داسې نښې شته چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت مخ په خرابېدو دى.

دا په داسې حال کې ده چې نن چارشنبه د جون ۱۰مه د ملګرو ملتونو په غونډې کې چې په جینوا کې جوړه شوې ده په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره شوې هلې ځلې څیړل کېږي.

بلې خوا ته په افغانستان کې هغه اندیښنې او آوازې په زیاتیدو دي چې وايي د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي په برخه کې شوي پرمختګونه ښايي په اوبه لاهو شي.

افغان حکومت د بشري حقونو د څار ادارې دا خبره چې ګواکې په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت مخ په خرابیدو دی ردوی.

د ښځو د حقونو په اړه د فوزیه امیني سره د ابراهیم امیري مرکه