په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

داود خان ولې کودتا وکړه؟

له نن نه پوره ۴۰ کلونه مخکې سردار محمد داوود، دخپل تره زوى محمد ظاهرشاه شاهي حکومت د يوې سپينې کودتاه په پايله کې نسکور کړ او د خپل هېواد نظام يې جمهوري اعلان کړ.

د کودتاه پر مهال محمد ظاهر شاه په ايټاليا کې و، خو وروسته يې د يوۀ ليک په استولو سره د محمد داوود جمهوري نظام ته هرکلى ووايه.

خو دا جمهوريت ايله تر پنځو کلونو پورې پر خپل ځاى پاتې شو، او د کمونست پلوو په خونړۍ کودتاه سره راوپرځول شو.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک له تاريخ پوه حبيب الله رفيع سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتتلي، څنگه محمد داوود اړ شو چې د خپلې کورنۍ شاهي نظام ړنگ کړي؟