د داود خان د عکسونو البوم

د افغانستان لومړي ولسمشر محمد داود د خپل يو کم اويا کلو ژوندانه خورا ډېره برخه، په حکومت کې په کار کولو تېره کړې ده: له عادي افسر نه نيولې تر دفاع وزارت، له ولايت نه نيولې تر نايب الحکومه گۍ او له صدارت نه نيولې تر ولسمشرۍ پورې.

محمد داود په دې ټوله موده کې چې څلوېښت کاله کېږي، نژدې هره شېبه د يوه فعال سياسي لوبغاړي په توگه په عامه انظارو کې و. يوازې د ١٩٦٠ مو کلونو له لومړيو نه د ١٩٧٠ مو کلونو تر لومړيو پورې، تر هغو يې چې د جمهوريت د تاسيس لپاره په کودتا لاس پورې کاوه، له هرڅه نه ځان گوښه ساتلى و.

موږ دلته د هغه د کاري ژوندانه له زرگونو عسکونو څخه، چې ښايي ځينې يې اوس له مځنه تللي وي، د هغه د دوستانو په مرسته د يوڅو بېلگې راټولې کړي او تاسې ته يې وړاندې کوو.