په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

استرالیا ولې په بیړیو کې د ورتلوونکو کډوالو د نه منلو پریکړه وکړه؟

استرالیا پرېکړه کړې نور نو هغه پناه غوښتونکي ونه مني چې په بيړیو کې دغه هېواد ته ورځي.

د استرالیا لومړي وزیر کېوین رډ وویل دا پناه غوښتونکي به پرې نه ښودل شي چې د مهاجرو په توګه په استرالیا کې استوګنه غوره کړي او پر ځای به یې پاپوا نیو ګیني ته واستول شي.

په استرالیا کې له را راوانو ټاکنو وړاندې د هېواد د کډوالۍ په تګلاره کې د بدلونونو په لړ کې، ښاغلي رډ اعلان وکړ چې د پاپوا نیوګیني له حکومت سره یې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې تر مخې به یې پناه غوښتونکي د ارزولو لپاره هغه هېواد ته استول کېږي.

اسماعیل سعادت د دې موضوع په اړه په استرالیا کې له خبریال او څېړونکي احسان اذري سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د استرالیا لومړي وزیر ولې دا پرېکړه وکړه: