په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جمهوریت پر ۴۰م کال تاسو داسې وویل:

څلوېښت کاله دمخه همدا شپې ورځې سردار محمد داود د يوې سپينې کودتا له لارې د خپل تره زوى- محمد ظاهرشاه له سلطنته لېرې او جمهوري نظام يې اعلان کړ.

له هغه وروسته په افغانستان کې څو نورې کودتا پرله پسې وشوې چې د هېواد ټيکاو او ښېرازه يې نژدې له منځه يوړه.

په افغانستان کې د جمهوريت پر جوړېدو نظرونه سره ويشلي دي، سره له دې چې هېواد ته د داود خان پر نېکو هوډونو ډېرئ سره يوه خوله برېښي.

د سرطان د ٢٦ کودتا پر ٤٠م کال ستاسې غږ خپرونه کې د کودتا يو گډونوال او د داود خان په لومړۍ کابينه کې د سرحدونو چارو وزير پاچا گل وفادار د اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه وايي: