په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ټاکنو قانون تصویب به چارې چټکې کړي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري د ټاکنو د نوي قانون د توشیح هر کلی وکړ.

ولسمشر وروسته له هغه دغه کار وکړ چې له اتو مياشتو ناندريو وروسته ولسي جرګې دغه قانون تصويب کړ.

د ټاکنو کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي، که څه هم دغه قانون په ځنډ تصویب او توشیح شو خو وايي له دې سره به راتلونکو ټاکنو ته د تياريو چارې چټکې شي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف په همدې اړه له ښاغلي معنوي سره مرکه کړې چې په سر کې د قانون پر توشیح کېدو د کمیسیون غبرګون ښيي.