په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"کلیو پراختیا وزارت چارې تر پخوا چټکې شوې دي"

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي د دوی چارې د تېرو کلونو په پرتله چټکې شوې دي او یوازې په روان کال کې یې تر درې زرو د ډېرو پروژو کارونه پیل کړي دي.

دوی د خپلو کارونو په وړاندې د امنیت تر څنګ د تخنیکي وړتیاوو کموالی او لېرې پرتو سیمو ته نه لاسرسی خپلې عمده ستونزې په ګوته کوي.

زموږ همکار خوشحال تایب په کابل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا له وزیر ویس احمد برمک سره مرکه کړې چې په سر کې یې ښاغلی برمک د خپلو اړوند کارونو د جزیاتو په اړه خبرې کوي: